افغانستانځانګړي برخهراپورونه

کابل مېشتو سیاسي رهبرانو د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت پيغامونه خپاره کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې داسې اوازې خپرې شوې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله  اخوندزاده د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته ځواب لېږلی چې یا دې سیاسي فعالیتونه او په ټولنیزو شبکو کې تبصرې بندې کړي او یا د هېواد پرېږدي؛ خو حامد کرزي او ډاکټر عبدالله نن د جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت پيغامونه خپاره کړي دي.

پر یادو سیاسي مشرانو سربېره بهر میشتو سیاسيونونو هم د احمدشاه مسعود په تړاو په خپلو پيغامونو کې مسعود د سولې، یووالي او په هېواد کې د يو ټولشموله حکومت طرفدار ګڼلی او د هغه مړینه يې له وخت وړاندې يوه ضایع ګڼلې ده.

د طالبانو د مخنيوي هڅې

د وږي په ۶مه نېټه خبرونه خپاره شول چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي څخه غوښتي، چې هېواد پریږدي.

ملا هیبت الله دغه غوښتنه د هغه د شخصي مخبرانو لخوا د حامد کرزي د شخصي خبرو ثبت وروسته کړې ده.

په دغه خبرو کې پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي، دی د هبت‌الله سیاسي ژوند پای ته رسوي او هبت‌الله ترې ډېر وېرېږي.

طالبانو له کرزي غوښتنه کړې چې په سیاسي او نړیوالو مسایلو کې ونه غږیږي، خو کرزي دا غوښتنه په نرمۍ رد کړې.

په کرزي دا ټينګار هم شوی چې د پخوانیو جهادي مشرانو او سیاسيونو د مړینو د کلیزو او تلینونو په تړاو به هم پيغامونه نه خپروي او ځينې سرچینې وایي چې ورته ټينګار په کابل کې میشت د پخواني جمهوري نظام حکومت شريکي ډاکټر عبدالله عبدالله ته هم رسول شوی دی.

د احمد شاه مسعود په تړاو پيغامونه

سره له دې چې طالبانو هڅه کړې چې د دا ډول پيغامونو د خپرولو او د دې ترڅنګ په دې تړاو د غونډو جوړېدو مخنيوي وکړي خو تر اوسه يوازې د غونډو په مخنيوي توانېدلي او کرزي او عبدالله د نورو کلونو په څېر دا ځل هم د احمد شاه مسعود د تلين په مناسبت پيغامونه خپاره کړي دي.

کرزي په خپل پيغام کې مسعود يو قهرمان ياد کړی او یادونه يې کړې چې هغه په مېړانه سره د افغانستان د ازادۍ لپاره جهاد او مبارزه کړې ده.

دغه راز په تېر جمهوري نظام کې د حکومت د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د احمد شاه مسعود د ۴۲م تلین په مناسبت خپل پيغام کې لیکلي: ((د ملي اتل د شهادت څخه ۲۴ کال تېر شو. د احمدشاه مسعود نوم د افغانستان د خلکو د معاصر تاریخ له سیاسي او نظامي مبارزاتو سره، په سولې، ازادۍ او د افغانانو ترمنځ په یووالي د باورمند سیاستوال په توګه تړل شوی دی.))

دغه راز له هېواده بهر یو شمېر سیاستوالو هم د احمدشاه مسعود د ۲۴م تلین په مناسبت خپلو پيغامونو کې د نوموړي مړینه يوه ضایع ګڼلې اوهغه یې يو بې بدیله شخصیت یاد کړی دی.

د تېر جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې احمدشاه مسعود د هېواد د ازادۍ لپاره ډېر ځوانان روزلي او د هغه لاره به دوامداره وي.

هاخوا پرون په لندن کې د احمدشاه مسعود بنسټ له لوري د نوموړي د ۲۴م تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه چې يو شمېر پخواني سیاسي مشران او د احمدشاه مسعود پلویان په کې ورټول شوي وو.

د احمدشاه مسعود مړینه

احمد شاه مسعود چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د شوروي د اشغال پر وړاندې یو مشهور افغان قوماندان یادېده او تر هغې وروسته په ۹۰یمې لسیزه کې د کورنيو جګړو پرمهال هم مهم لوبغاړی یاد شوی، په ۱۳۸۰م کال کې د سنبلې په ۱۸مه نېټه ووژل شو.

نوموړی په داسې حال کې چې د افغانستان په اکثریت سیمو د طالبانو لومړۍ واکمني وه، په تخار ولایت کې يې ځانته د طالبانو ضد جګړې مرکز جوړ کړی و او همالته اوسېده. نوموړی ۲۴کاله وړاندې په همدې ورځ د دوو کسانو له لوري چې ویل کېږي د القاعده شبکې غړي وو او ځانونه يې خبریالان معرفي کول، د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین سیمه کې يې په ويډيوي کیمره کې د ځای پرځای شویو چادېدونکو توکو د چاودنې په وسیله د احمدشاه مسعود ژوند ته د پای ټکی کېښود. دا پېښه د ۲۰۰۱ کال د سپټمر د ۱۱مې نړیوالې پېښې څخه درې ورځې وړاندې رامنځته شوه. په دغه نړیواله پېښه کې القاعده شبکې د امریکا تر ټولو ستر سوداګریز مارکېټونه په نښه کړل او زرګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

تر دغې پېښې وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بوش په غوسه کړ او پر افغانستان يې د برید امر وکړ چې پايله کې يې د طالبانو لومړی نظام ړنګ او پر ځای يې د حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې جمهوري نظام رامنځته شو.