افغانستانخبرونهځانګړي برخه

فولکر تورک: طالبانو افغان ښځې له ټولنیز ژونده بې برخې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته دا پنځم کال روان دی، خو دغې ډلې په دغه موده کې د افغانستان ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړ ډول بې برخې کړې دي.

فولکر تورک پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مې غونډې ته دا څرګندونې وکړې.

هغه  وویل، چې پر افغان ښځو د روغتیایي خدمتونو او ډېرو نورو بشري حقونو په برخو کې طالبانو په داسې حال کې بندیزونه لګولي، چې په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له ایران او پاکستانه د مېلیونونو افغان کډوالو د شړلو په اړه وویل، چې د ځینو هېوادونو په سیاستونو کې د کډوالو د حقونو پيمالول عادي شوې ده.

په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ یو ځل بیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو تګلاره جوړه شي.

نوموړي وویل، چې د دغې تګلارې جوړېدل به د بشري حقونو د سرغړونو په مخنیوي کې اساسي رول ولوبوي او طالبان به اړ کړي، چې د دغه سرغړونو په اړه ځواب ووايي.

بېنټ زیاته کړه، د طالبانو مشر په تېرو څلورو کالو کې لسګونو فرمانونه صادر کړي چې د افغانستان پر ښځو یې په عامو او ځانګړو برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.

د بېنېټ په وینا، طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له ښوونځي، پوهنتون، ورزش، له محرم پرته سفر او کار څخه بې برخې کړې دي.