د ختیځو ولایتونو په زلزله کې شاوخوا ۷۰۰ ماشومان مړه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې د افغانستان په ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونوکې د تېرې اونۍ زورورې زلزلې له امله ۲ زره ۲۰۵ کسان مړه او ۳ زره ۶۴۰ ټپیان شوي دي.
د یونیسف په وینا چې د دې زلزلې له امله هلته له ۷۰۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو ماشومانو کې ۳۹۳ پکې نجونې، ۳۳۸ هلکان شامل دي.دغه راز ۸۱ داسې ماشومان دي چې کورنۍ یې ناڅرګندې دي او ۲۷۱ نور ماشومان یتیمان شوي دي.
یونیسیف پرون دوشنبه په یو راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې د ۹ مې نېټې زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک ځپلي چې په دې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.
یادې ادارې همداراز په کونړ، ننګرهار او لغمان کې له زلزلې وروسته د خوارځواکۍ پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې هلته خوارځواکي په چټکۍ د پراخېدو په حال کې ده.
یونیسف د زلزلهځپلو لپاره د بودیجې د کمښت خبرداری هم ورکړی دی.