
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د کابل پُلخشتي سیمه کې د ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ پرانېستل شو.
دغه سوداګريز مارکېټ د ۷۹۰ ميليون افغانيو په لګښت جوړ شوی چې ۳۴۰ دوکانونه لري او چارې یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوي.
کابل ښاروالۍ کې د طالبانو د ښاري خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني نن (سهشنبه، سنبله ۱۸) د دغه مارکېټ د پرانیستې مراسمو کې له هېوادوالو غوښتل چې سمه استفاده ترې وکړي.
هغه وايي، دغه مارکېټ د ۳۰ کلونو لپاره خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی چې له مخې به یې دغه موده کې ۶۵ سلنه عواید قراردادي شرکت او ۳۵ سلنه کابل ښاروالي ته ورسیږي.
د نوموړي په وینا، دامهال کابل کې د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۲۰۰ پروژو چارې دوام لري.
د مالوماتو له مخې، پُلخشتي سیمه کې د ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ کې به د ۳ زره کسانو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.