
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
ابشاروکې د طالبانو ولسوال، محمدعلي حقشناس وایي، د دې جوماتونو د جوړولو او ترمیم چارو مالي لګښټ بيبي نهضیه عظیمي په نامه یوې مېرمنې کړی دی.
پر یادو جوماتو یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د ابشار ولسوال د خلکو د ګډون له امله مننه وکړه او د جوماتونو جوړول او ترمیم یې لوی دیني او ټولنیز خدمت وباله چې د اخروي ثواب او د الله رضا سبب ګرځي.
د مالوماتو له مخې دا په روانه میاشت کې دویم کس دی چې په دې ولایت کې د ښوونځي او جوماتونو جوړولو لپاره خیریه فعالیت کوي.