
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلي پوځ لخوا پر غزې تر ټولو سخته بمبارۍ دوام لري او تازه بریدونو کې ۵۲ نور فلسطینیان شهیدان شوي
عربي رسنۍ وایي، صهیونیستي پوځ پر استوګنیزو ودانیو او د کډوالو پر کمپونو بریدونه وکړل او فلسطینیان یې په نښه کړل.
په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته د اسرائیلي بریدونو له امله د شهیدانو ټوله شمېره ۶۴ زره ۵۲۲ ته ورسېده، په داسې حال کې چې یو سل ۶۳ زره او۹۶ کسان ټپیان شوي دي.
بل خوا، په اشغالي بیت المقدس کې د ډزو له امله د ۶ اسرائیلیانو د وژنې وروسته، صهیونیستي پوځ په لوېدیځه غاړه کې عملیات نور هم ګړندي کړي.
دوی په جنین کې دوه ۱۴ کلن فلسطیني ځوانان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.