
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو حکومت په یوه خبرپآڼه کې پر دوحه د اسراییلو برید غندلی او دا کار یې د ټولو انساني موازینو خلاف ، وحشیانه عمل بللی دی.
په خبرپاڼه کې چې د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس خپره کړې لیکلي: « په دوحه کې د حماس غورځنګ په دفتر د اسراییلو لخوا برید شوی، چې له امله یې د حماس څو تنه غړي شهیدان شوي دي.
د شهیدانو کورنیو، فلسطیني مجاهدینو ته د تسلیت مراتب وړاندي کوو، شهیدانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعاکوو.»
خبرپاڼه کې طالبانو زیاته کړې، چې په قطر تجاوز او بیا د حماس سیاسي دفتر په نښه کول په کلکو ټکو غندو او دا د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل بولو.
طالبان وایي : « اسراییل په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي، چې دا خورا د تأسف خبره ده.»
طالبانو غوښتنه کړې، چې ژر دې باید د اسرائیلو د تجاوزاتو او روانو وحشتونو مخه ونیول شي او د هېوادونو د حریمونو درناوی وشي.
طالبانو په خبرپاڼه کې دغه راز په فلسطینیانو هم د روان ظلم د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د خبرپاڼې په پای کې لیکلي: «* له الله تعالی جل جلاله څخه خواست کوو، چې د صهیونیستانو د ظلمونو له امله هغوی ته سخته سزا ورکړي او په سخت شکست سره یې محکوم کړي ترڅو په ټوله نړۍ کې د متجاوزینو لپاره ستر عبرت او درس وګرځي، امین یا رب العٰلمین».