خبرونهنړۍ

امنیت شورا پر دوحه د اسراییلو د برید په اړه بیړنۍ غونډه کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (چهارشنبه، د سپتمبر ۱۰مه) د قطر پر پلازمېنه دوحه د اسراییلو د پروني برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

فرانس پریس خبري اژانس د ډیپلوماتانو له قوله ویلي چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو ترسره شي.

پرون دوشنبه، اسراییلو د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د حماس پر دفتر هوايي برید وکړ. دې برید نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند د منځګړیتوب او د حماس له منګولو څخه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په هڅو کې د قطر د رول ستاینه وکړه.

ګوتریش د قطر له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه په سختو ټکو غندلې ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسراییل برید ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا کولی شي په غزه کې د سولې لپاره فرصت برابر کړي.

ټرمپ وویل چې اسراییل د برید په اړه امریکا ته مخکې له مخکې خبر نه و ورکړی او د امریکا د یوه متحد په خاوره کې د اسراییل له برید څخه ناراضه دی.

بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې، سپینه ماڼۍ د برید په اړه مخکې له مخکې خبره شوې وه.

ټرمپ زیاته کړې چې هغه په ​​ټولیزه توګه له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویټ دا هم ویلي چې له برید وروسته، ولسمشر ټرمپ د قطر له امیر او د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې او ویلي یې دي چې هغه د چټکې سولې غوښتونکی دی.