خبرونهنړۍ

ډونالډ ټرمپ: اسرائیلو ته یې پر دوحې د برید اجازه نه وه ورکړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیلو ته یې پر دوحې د  برید اجازه نه وه ورکړې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو ویلي چې برید یې له سپینې ماڼۍ سره په همغږۍ کړی دی.

ټرمپ پر دوحې پرونی هوایي برید د اسرائیل او امریکا دواړو په ګټه نه دی بللی.

هغه ویلي چې د دغه برید پرېکړه په خپله بنیامین نتنیاهو کړې ده.

پرون ماښام مهال اسرائیلو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر هغه استوګنځي هوایي برید وکړل چې، د حماس مرکچي پلاوی پکې پر خبرو بوخت و.

د راپورونو له مخې چې په دغه برید کې د حماس یو شمېر غړي وژل شوي دي.

په ورته مهال په زیات شمېر هېوادونو دا بریدونه په کلکه وغندل او دا یې د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا او ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې برید په غبرګون کې نن بیړنۍ غونډه کوي.