
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بغلان د «جلګې» او «خوست» ولسوالیو ترمنځ اړوند «پلفي» سیمه کې، د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوو ښځو په ګډون نهه تنه مړه شوي او اووه تنه ټپیان دي.
بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني نن(چهارشنبه) ویلي، چې په مړو شوو کې دوه ښځې او په ژوبلو کې بیا څلور ماشومان شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې، یو مسافر وړونکی موټر له سړک واوښت.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.