افغانستانخبرونه

ننګرهار کې نن یو ځل بیا زلزله وشوه،دوه تنه یې سخت ژوبل کړل

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د طالبانو د ولایت د رسنیو دفتر لیکلي، چې د دره نور ولسوالۍ په ستن او جان شیګل کلیو کې نن سهار شاوخوا لس بجې زوروره زلزله وشوه.

په دغه زلزله کې مالي او ځاني زیانونه شته، چې د رسنیو دفتر ویلي، دوه تنه سخت ژوبل شوي دي.

ژوبل کسان یو ځوان او یو بل یې ماشوم دی او د ښې درملنې لپاره د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې زلزلې دمرکز او شدت په اړه لا رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

دا زلزله داسې مهال کېږي، چې تېره اونۍ یکشنبه شدیدې زلزلې ننګرهار او کونړ کې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړل او لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړل او سلګونه کورونه یې ړنګ کړل.

زلزله ځپلې حیران دي چې راتلونکی ژمي ته به یې ژوند په بې کورۍ کې څنګه کوي او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

دې زلزلو په زیات شمېر ماشومان، یتیمان او د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړل.

سلګونه میندې یې مړې ، بورې ، کونډې او بې سرپناه کړې، چې اوس د ژوند لومړنیو توکو ته هم حیران دي.

د زلزلو قربانیانو ته د نړۍ ۴۸ هېوادونو بیلابیلې مرستې وکړې خو د نظر خاوندان وایي که دا مرستې اړمنو ته په منظم شکل ورسېږي او حیف ومیل نشي نو هر یوه ته پرې کور جوړیدای او ټولې اړتیاوې پرې پوره کېدای شي.