
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر عیسی سالم محمد الظاهري سره لیدلي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سنبله ۲۰) یوه خبرپاڼه کې متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې بللي او د عیسی سالم محمد الظاهري د ماموریت دوره یې ستایلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، متقي راتلونکي ماموریت کې هغه ته د بریا هیله کړې.
د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر هم د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللي او هیله یې څرګنده کړې چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.