خبرونهنړۍ

پولنډ او ناټو د روسیې بې پيلوټه الوتکې ویشتي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پولنډ او د ناټو ځواکونو د روسیې له لوري پر اوکراین د هوايي برید پرمهال هغه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي چې د پولنډ هوایي حریم ته داخلې شوې وې.

د پولنډ پوځ نن چهارشنبه، ویلي چې د جګړې الوتکې په بېړنۍ توګه، الوت ته اړ شوې، هغه مهال چې د لسګونو ډرونونو یوه برخه د دې هېواد فضا ته ننوتې.

دا لومړی ځل دی چې د پولنډ او ناټو ځواکونه په مستقیم ډول جګړه کې ښکېلېږي.

اوکراین وایي، روسیې په قصدي ډول د لوېدیځ د غبرګون د ازموینې لپاره د پولنډ فضا نقض کړه. د کېیف د چارواکو په باور، مسکو هڅه کوي وښيي چې ناټو تر کومې کچې د خپلو غړو هېوادونو دفاع ته ژمن دی.

دغه پېښه د سیمې د امنیتي کړکېچ د لازیاتېدو وېره پارولې ده.

د اروپایي ټولنې او ناټو چارواکو خبرداری ورکړی چې د غړو هېوادونو پر حریم هر ډول برید به د ګډو دفاعي ژمنو پربنسټ ځواب شي.