
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په ختیځ ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له ژوبلو سره ولیدل او د دوی د روغتیا پوښتنه یې وکړه.
راشدخان نن چهارشنبه د ژوبلو پوښتنه کړې ده.
خان وژل شوو ته د مغفرت او ټپیانو ته د ژر رغېدو دعاء ترڅنګ دوی ته ډاډګيرنه ورکړه.
راشدخان پرون سه شنبه په متحده عرب اماراتو کې د هانګ کانګ پر وړاندې د لوبډلې لوبډلمشري وکړه او په خورا ښه توپیر یې لوبه وګټله.
هغه نن د خپل مشر ورور د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره ننګرهار ته راغلی وو.
د راشدخان مشر ورور څو ورځې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ وکوچید او نن یې عمومي فاتحه اخیستل کېده.