
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې، پرون (چهارشنبه) دوه زره او ۲۹۲ افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یو شمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره زیاتوي چې په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.
د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
د مالوماتو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ میلیونه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.