افغانستانخبرونه

د ننګرهار په دره نور کې زلزله ځپلو لپاره استوګنیز کمپونه جوړېږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په ختیځ زون کې د تېرې اونۍ زلزلو له امله د کونړ ولایت ترڅنګ د ننګرهار دره نور ولسوالۍ هم سخت زیانمنه شوې ده.

د یادې ولسوالۍ د ستن، مچکنډول او شیمل درې کلیو اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ ځایه شوي  او مېنې یې یا په بشپړ ډول او یا په نیم ډول ړنګې شوي.
د طالبانو د چارو د سمون ملي ادارې د انسجام رییس د دره نور ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د بې ‌کوره کورنیو لپاره د استوګنې کمپونه جوړ او هغه کورونه چې زلزلې ویجاړ کړي، بېرته ورغول شي.
د راپورونو له مخې، د وروستیو زلزلو په پایله کې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې ۱۱ تنه مړه او د زرګونو کسانو کورونه ویجاړ شوي.

دغه راز د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان مړه او نږدې ۴ زره نور ژوبل شوي، چې اوس هم له دغو سیمو د زلزلو د خفیفو ټکانونو راپورونه ورکول کېږي.