
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په مکسیکوکې د ګازو د لیږد ټانکر لومړی چپه شوی او وروسته یې اور اخیستی، چې د اور له امله سیمه کې نږدې نور موټر هم سوځیدلي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې له خبرېدو سره سم ژغورنې ټیمونه او د اور وژنې کارکوونکي ځای ته ورسېدل او د اور وژنې په چارو یې پیل وکړ.
د میکسیکو ښاروال ویلي چې په ټانکر کې مایع پټرولیم ګاز وو او په دې پېښه کې ۳ کسان ووژل شول او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره ټبيان سمدستي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا په روانه اوونۍ کې د میکسیکو په لویو لارو دویمه لویه پېښه ده.