
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر هېواد لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي دي چې اسرائیلي برید د یرغمالو د خلاصون ټولې هیلې ختمې کړې دي او د نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله نیتن یاهو باید د عدالت محکمې ته راوستل شي.
هغه زیاته کړه چې اسرائیلي برید د یرغمالو د خلاصون هیلې ختمې کړې او د حماس پر وړاندې د اسرائیلي برید له امله د یرغمالو راتلونکی تیاره شوی دی.
د سپټمبر په ۹مه اسرائیلو د قطر په پلازمېنه دوحه کې هوايي برید وکړ او د فلسطین د مقاومتي سازمان حماس مشرتابه یې په نښه کړل.
تر دې برید وروسته حماس وویل: په دې برید کې ۶ کسان ووژل شول، خو د حماس مشرتابه روغ رمټ پاتې شوي.
په وژل شویو کې د خلیل الحیه زوی او د هغه د دفتر مشر هم شامل دي.
د قطر د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې برید کې یو امنیتي افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.