
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د نیپال د سترې محکمې پخوانۍ مشره قاضیه سوشیلا کرکي د موقت حکومت د مشرۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
تېره اوونۍ د نیپال حکومت لخوا د ټولنیزو رسنیو لویې پاڼې بندې کړې، چې له امله یې د ځوانانو لاریونونه پیل شول او دغه لاریونونه یې د “جین زی” انقلاب نومولی.
د دې لاریونونو او بلواګانو پر مهال ۳۰ کسان ووژل شول، سلګونه ټپیان شول او ګڼې دولتي ودانۍ وسوځول شوې.
د مظاهره کوونکو د تحریک مشرانو د چهارشنبې په ورځ د پوځي مشرتابه سره وکتل او د راتلونکي په اړه یې خبرې اترې وکړې. پوځ د بلواګانو او لاریونونو په کنټرولولو بریالی شوی دی.
جین زي ټینګار کړی، چې په هېواد کې دې له وخت مخکې ټاکنې وشي او د دې هېواد د سترې محکمې پخوانۍ مشره قاضیه سوشیلا کرکي یې د موقت حکومت د مشرۍ لپاره وړاندې کړې ده.