خبرونهنړۍ

ټرمپ: په قطر غیر عقلمندانه برید شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې، د قطر پر ضد اسرائیلي برید وروسته ټرمپ د نیتن یاهو سره بیا ځل خبري کړي او په قطر یې ترسره شوی برید عیر عقلمندانه بللی.

د یوه امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ د قطر په برید کې د نیتن یاهو پرېکړه غیره عقلمندانه بللې او له نیتن یاهو یې وپوښتل چې ایا دا برید بریالی وو؟ 

دغه ورځپانې زیاته کړې، د نیتن یاهو په وینا، دوی ته یو فرصت په لاس ورغلی وو، نو ځکه یې اقدام وکړ.

د یادونې وړده، چې دغه برید د ګڼ شمېر اسلامي او اروپایي هېوادونو له لورې وغندل شو.