
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د الجزېرې د یوې راپور له مخې، اسرائیلو د یمن په پلازمېنه صنعا او الجوف ولایت کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دا بریدونه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس مشرانو په نښه کولو څخه یوه ورځ وروسته ترسره شوی دی.
د یمن د روغتیا وزارت له مخې، اسرائیلو په صنعا او الجوف کې استوګنېزې سیمې په نښه کړي، چې پکې یو روغتون هم شامل دی.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې د برید تائید کړی او ویلي، یمن کې د حوثي حکومت پورې تړلي پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.
د الجزېرې له مخې، تېر میاشت کې هم اسرائیل د یمني چارواکو په نښه کولو کې هوايي برید وکړ چې پکې د یمن لومړي وزیر احمد الرحوي هم شهید شو.
حوثیانو ویلي چې اسرائیلو د غزې لپاره د دوی ملاتړ ختمولو لپاره فشار راوړي، خو دوی د غزې پر ضد د اسرائیل جګړې ختمېدو تر څو به خپل عملیات دوام ورکړي.