
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وزیر نورالدین عزیزي وايي، غواړي له قزاقستان سره سوداګریزې راکړېورکړې تر ۳ مېلیارده ډالرو پورې لوړې کړي او په همدې موخه اړین فرصتونه برابروي.
هغه دا څرګنونې په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په ناسته کې کړې دي.
د دې ناستې پر مهال د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳مېلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
طالبان زیاتوي چې د دې تړونونو پر بنسټ به هر کال افغان سوداګر نږدې ۶۰۰ زره ټنه غنم، اوړه او نور لومړني توکي له قزاقستان څخه وپېري.
طالبانو په دې وروستیو کې د قزاقستان په ګډون له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې خوږې کړي او دا بهیر هله نور هم ګړندی شو چې دا ډله د مسکو له لوري په رسمیت وپېژندل شوه.