افغانستانخبرونه

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو ښوونیز ملاتړ لپاره ۶ میلیونه یورو ځانګړي کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ماشومانو د ژغورنې سازمان(یونیسف) اعلان کړی، چې اروپايي ټولنې په هېواد کې د زیان منونکو ماشومانو د زده‌کړې ملاتړ لپاره شپږ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په وینا، دا تمویل به د زیان منونکو ډلو لپاره د تعلیمي فرصتونو په رامنځته کولو ولګول شي، د هغو زده‌کونکو په ګډون چې له ښوونځي څخه پاتي یا معلولیت لري.

د دې پروژې موخه د افغان ماشومانو لپاره خوندي، جامع او باکیفیته زده‌کړې ته لاسرسی زیاتول دي. د دې پروګرام په چوکاټ کې به د ټولنې پر بنسټ ښوونځي او د ماشومتوب د لومړنیو زده‌کړو مرکزونه جوړ شي او ماشومانو ته به تعلیمي مواد، په شمول د کتابتون کتابونه، چمتو شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم اعلان وکړ چې دا ملاتړ به د ماشومانو سواد، حساب او ټولنیز مهارتونه پیاوړي کړي ترڅو دوی وکولی شي په تعلیمي چاپیریال کې وده وکړي.

په افغانستان کې د ماشومانو تعلیم په وروستیو کلونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ شوی دی.

ډېری ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې او معلولیت لرونکي خلک، ښوونځیو ته له لاسرسي څخه محروم دي.

نړیوال سازمانونه او ادارې لکه د ماشومانو د ژغورنې سازمان د اروپایي ټولنې او نورو ملاتړ کونکو سره په همکارۍ، د دې ډلو لپاره د خوندي او جامع تعلیمي چاپیریال چمتو کولو او د تعلیم لپاره مساوي فرصتونو رامنځته کولو لپاره کار کوي.