
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې پرون جمعه له ایران او پاکستانه ۱ زر او ۱۰۲ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي.
یاد اژانس وایي له دې ډلې ۷۳۷ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې او ۳۶۵ بیا د اسلامکلا او ورېښمو پر پله افغانستان ته دننه شوې دي.
له پاکستان او ایران نه د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د افغانانو د اېستلو پراخ بهیر روان دی.
د مالوماتو له مخې له پاکستانه په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر او له ایران نه بیا نږدې ۲ مېلیونه افغانان په جبري ډول اېستل شوي دي.
په ورته مهال د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د دغه کډوالو په ستنیدو سره افغانستان کې دا بشري بحران لا پسې پراخ شوی او د بېروزکارۍ تر څنګ د لوږې کچه هم لوړه شوې ده.
طالبان که څه هم دغو تازه ستانهشویو ته د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کوي، خو ملګرو ملتونو په وار-وار ویلي چې دغه ستانه شوي افغانان ان له لومړنیو اړتیاوو څخه هم بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرس له مرستندویه سازمانونو او هېوادونو نه غوښتي چې له دغو تازه ستانهشویو سره پراخې بشري مرستې وکړي.
یاد سازمان اندېښنه ښودلې که په بېړنۍ توګه دې ستنېدونکو ته مرستې ونه رسېږي، نو روان ناورین به لا ډېر شي.