خبرونهنړۍ

د ټي ټي پي په برید کې ۱۲ پاکستاني سرتېري ووژل شول

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۲ پاکستاني سرتېري د پاکستاني طالبانو ( ټي ټي پي) لخوا په جنوبي وزیرستان کې د یوه کمین په ترڅ کې وژل شوي.

یوه پاکستاني سرتېري ویلي چې د ټي ټي پي جنګیالیو وسلې او  یو پوځي موټر هم غنیمت کړي دي.

د پاکستان پوځ نن د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې په دوو پوځي عملیاتو کې «تېره ورځ د هند په نیابت د فتنه خوارج ترهګرې ډلې ۳۵ غړي هلاک شوي دي.»

د دې اعلامیې له مخې، په باجوړ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ تنه د وسله‌والې جګړې وروسته ووژل شول.، همدارنګه، په جنوبي وزیرستان کې په بلې جګړې کې ۱۳ نور ووژل شول، خو په دې عملیاتو کې د پاکستان پوځ ۱۲ سرتېري هم شهیدان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي: «راپورونه ښيي چې په دې ترهګریزو کړنو کې د افغان اتباعو ګډون شته.

دا په داسې حال کې ده، چې خیبرپښتونخوا سوات کې هم ۱۲ پاکستاني پوخیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.