
کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبر پښتونخوا له ټولو اوسېدونکو څخه جوړې جرګې تېره ورځ د سیمهییزې سولې د تامین لپاره د طالبانو له حکومت سره د فوري خبرو اترو پیلولو غوښتنه وکړه.
د جرګې ګډونوالو دا هم غوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد او د سولې په ګټه دریځ لرونکو کسانو پر وړاندې ټولې قضايي قضیې لغوه شي.
تر دې وړاندې هم بېلا بېلو جرګو په خیبرپښتونخوا کې د نا امنۍ د مخنیوي په موخه پاکستان څخه بېلا بېلې غوښتنې کړي، خو د عملیاتو ترسره کېدو پرته پاکستاني حکومت یې هیڅ غوښتنې ته مثبت خواب ندی ویلی.