خبرونهنړۍ

د ټرمپ خبرداری: روسیې ته د امریکا صبر په چټکۍ سره ختمیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د هغه صبر د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې، د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره «په چټکۍ سره ختمېږي.»

هغه زیاته کړه چې د سولې هڅې د دواړو خواوو مشرانو د خبرو اترو میز ته د راتلو د علاقې د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

 ټرمپ وویل: «دا حیرانوونکې ده؛ کله چې پوتین غوښتل دا کار وکړي، زلنسکي ونه غوښتل. کله چې زلنسکي غوښتل دا کار وکړي، پوتین ونه غوښتل، اوس زلنسکي غواړي او پوتین  یې نه مني.»

د ټرمپ سره تر لیدنې وروسته پوتین زیلنسکي ته د خبرو لپارو روسیې ته بلنه ورکړه، چې د زیلنسکي لخوا یې بلنه رد او په مسخره ډول اوکراین ته د خبرو بلنه ورکړل شوه.