افغانستانخبرونه

په سمنگان او بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

په سمنگان او بلخ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

 د سمنگانو ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي چې تېره شپه یو «فرونر» ډوله موټر د دره‌صوف په ولسوالۍ کې له سړک څخه وتلی او اوښتی دی.

هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. په همدې حال کې، د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق ویلي چې په دې ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې یو کس وژلی او څلور نور ټپیان کړي دي.

هغه وايي، تېره ورځ له غرمې وروسته یو «سراچه» ډوله موټر د بلخ-سمنگان پر لویه لار یو «فاضلاب ټانکر» سره ټکر شوی دی.

 د وثیق په وینا، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دې دواړو ټرافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.