خبرونهنړۍ

غزه کې د لوږې له امله ۷ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د غزې روغتیا وزارت وایي، د دوو ماشومانو په ګډون اوه تنه د لوږې او ناقصې تغذیې له امله مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان د لوږې او ناقص تغذیې له امله مړه شوي دي.

د را پور له مځې؛ د دغه کسانو په مړینې سره، د لوږې او ناقص تغذیې له امله په غزه کې د مړینو شمېر ۴۲۰ کسانو ته رسېدلی، چې له دې څخه ۱۴۵ یې ماشومان دي.

بلخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدون کې په غزه کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي.