
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي پرون شنبه د وږي ۲۲مه د ننګرهار د تورخم له لارې ۹۴۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۵۵، د نيمروز د وريښمو پله له لارې ۵، د پکتيکا د انګور اډې له لارې ۱۵، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
طالب چارواکي زیاتوي چې، ۱۲۰۳ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې ورکړل شوې دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري را ایستل په بېسارې توګه زیات شوي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې یوازې ایران شاوخوا یو نیم میلیون افغانان را ایستلي دي.
بل لورته د کډوالو چارو او بشري حقونو اړوندو نړیوالو ادارو بار بار د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل وځنډوي، او په خپله خوښه یې ستنېدو ته حللارې رامنځته کړي.
پرون شنبه دملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنرۍ هم له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې وځنډوي او دوی دې په عزت خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.