افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د پاکستان د لومړي وزیر وروستيو څرګندونو ته د خلکو غبرګونونه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهبار شريف په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتوالي له امله د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې یا دې ټي.ټي.پي انتخاب کړي او يادې د پاکستان له حکومت سره ښې اړیکې جوړې کړي، د هغه دغه څرګندونې د افغانانو له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

يو شمېر افغان وګړو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د پاکستان پر دوستۍ باور ونکړي او د ټي ټي پي ملاتړ ته دې دوام ورکړي چې د پاکستان د نابودېدو سبب شي؛ خو ځينې افغان شنونکي بیا په دې باور دي چې که د طالبانو حکومت د خپل تېر نظام په څېر بیا د ترهګرو ډلو پلوي وکړي نو امکان لري چې هم پرې افغانان خراب شي او هم پرې د طالبانو اوسنی نظام لکه د تېر هغه په څېر ړنګ شي.

د شهباز شریف څرګندونې

د پاکستان لومړي وزیر په دغه هېواد کې د نا امني تر ډېرېدو وروسته د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په داسې شرايطو کې بايد طالبان يو انتخاب ولري چې یا بايد ټي.ټي.پي خپله کړي او يا هم د پاکستان حکومت سره اړیکې پياوړې کړي.

شهباز شریف په داسې حال کې چې د پاکستاني پوځ د ۱۲ سرتېرو د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، دا څرګندونې وکړې. دغه پوځيان پرون د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله والو په يوه برید کې ووژل شول.

د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو حکومت تورن کړی چې د هند په ملاتړ پاکستان کې جنګېدونکې وسلوالې ډلې تقويه کوي.

هغه ويلي، هر څوک چې د پاکستان خلاف جنګيالي تقويه کوي، سخت ځواب به ورکړي.

هغه همداراز د خپل هېواد په بريدونو کې افغانان ښکېل بللي او حکم یې کړی چې غیر قانوني کډوال ژر وباسئ.

دا لومړی ځل نه دی چې شهباز د خپل هېواد د نا امني مسوول افغانستان ګڼي، بلکې له دې وړاندې یې هم بار با افغانستان تورن کړی دی.

د طالبانو حکومت د نننيو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو له دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې بې ارزښته بللې وې.

بلخوا د پاکستان پوځ ويلي چې په سوات کې پر پاکستاني پوځيانو برید کې جوته شوې چې دغه برید په افغانستان کې تنظيم شوی او وسله وال له دغه هېواده ور اوښتي دي.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ويلي: ((د وسله والو لخوا “د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارول” لاهم د اندیښنې وړ موضوع ده. موږ تمه لرو چې د افغانستان لنډمهاله حکومت به خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې کارولو څخه به ډډه وکړي.))

د خلکو غبرګونونه

افغان خبریال او د نظر خاوند سمیع يوسفزی په دې باور دی چې طالبان بیا خپله پخوانۍ تېروتنه تکراروي او د ملي ګټو پر ځای د ټی ټی پی سره د جهادي وفادارۍ ته لومړیتوب ورکوي.

د نوموړي په خبره: ((پاکستان ځان د سیمې ستر ځواک بولي، طالبان ځان د جهادی “ورورولۍ” مدافعین. حقیقت دا دی چې طالبان او پاکستان د نوي کړکېچ پر لور روان دي، او لکه تل یې قیمت عام افغانان او پاکستانيان پرې کوي .))

دغه راز د نظر خاوند او د پاکستان د چارو شنوننکی او څارونکی فیردوس کاوش په دې باور دی چې په دې وروستيو کې د ټي.ټي.پي په لیکو کې د افغان طالبانو حضور ډېر شوی نو ځکه يې د پاکستاني لومړي وزیر او د پاکستان د پوځ غبرګونونه را پارولي دي.

دی وايي، پاکستاني پوځ په دې وروستيو کې په ځلونو ثبوتونه وړاندې کړل او څو ځل یې هغه افغان طالبان په ډله يیز ډول ووژل چې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې پاکستان ته د وسله وال فعالیت لپاره اوښتل.

دی وايي، پاکستان اوس په دې پوه شوی چې تر هغې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پټنځايونه په افغانستان کې ختم نکړي، له دغې ډلې سره مبارزه او جګړه کول ګټونکې نه ده، ځکه د شوروي اتحاد پر وړاندې د پخوانيو جهادي ډلو او په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د امریکا پر وړاندې د طالبانو جګړو دا ثابته کړه چې په ګاونډي هېواد کې خوندي پټنځايونه جګړې بریالی کولی شي.

يو شمېر عام افغان هم په دې باور دي چې د پاکستان پر وړاندې بايد د ټي.ټي.پي ملاتړ وټاکل شي نه له پاکستان سره د اړیکو جوړېدل.

د بلال ګیله من په نوم يو کس پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، پاکستان دي هم يو انتخاب وکړي چي کومه برخه ځمکه يې له افغانستان نه اشغال کړې ده يا دې دا بيرته افغانانو ته ورکړي او که دا نه کوي نو دا حال به دوام لري.

د محمد رحیم ځدراڼ په نوم يو بل کس لیکلي چې له کلونو راهېسې پاکستان د افغانستان پر وړاندې ترهګري او وسله والې ډلې انتخاب کړې دي اوس نو افغان حکومت (د طالبانو حکومت) هم باید د هغوی په څېر د پاکستان خلاف ډله انتخاب کړي نه د پاکستان حکومت وټاکل ش.