
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په ټلیفوني خبرو کې د اسرائیلو له لورې په وروستیو کې په قطر ترسره شوی برید سخت غندلی.
متقي د قطر له دولت او خلکو سره یې د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ اعلان کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د سولې بهیر ته د زیان رسولو هڅه بللې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې دریځ ستاینه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ نښه وبلله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو د تېریو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د یووالي او جدي دریځ غوښتنه وکړه.