
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو سره وګوري.
په دې لیدنه کې به د غزې پر جګړې او نورو سیمهییزو موضوعاتو خبرې اترې وشي.
را پورونه وايي، په دې لیدنه کې به د اروپايي هېوادونو له خوا د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنې په اړه به هم بحث وشي.
د اسرائیلو له سفر مخکې، روبیو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و، چې ولسمشر ټرمپ د ټولو یرغمال شویو کسانو خوشې کول او د شخړې پای ته رسول غواړي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې په قطر د اسرائیلو برید له امله خواشینی دی، خو د اسرائیلو سره تر ټولو پياوړي اړیکي لري.