
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرون یکشنبه د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو، بېړنۍ غونډه کړې. دا بېړنۍ غونډه په قطر باندې د اسراییلو د هوايي برید په غبرګون کې شوې ده.
د مالوماتو له مخې په یاد برید کې د حماس مشران په نښه شول او لږترلږه پنځه د حماس غړي او یو قطري امنیتي افسر یې وواژه.
باورونه دا دي چې، د قطر په خاوره د اسراییلو ناڅاپي برید نه یوازې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې ګډوډې کړې؛ بلکې عربي نړۍ یې هم حیرانه کړه.
قطر دا برید بزدلانه وباله او مشرانو یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییلو ته د ټولو نړیوالو نورمونو د سرغړونې په خاطر سزا ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د عربي او اسلامي هیوادونو د مشرانو له غونډې مخکې، پرون (یکشنبه) په دوحه کې د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون یوه مقدماتي غونډه هم وشوه.
د چمتووالي غونډه د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په مشرۍ وشوه.
ال ثاني پر قطر د اسراییلو برید “وحشیانه” او “ترهګریز” وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دوه ګونی معیارونه پریږدي او اسراییل د خپلو جرمونو مسؤل وګڼي.