
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې نظارتي ډلې هره ورځ په کابل کې د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو فعالیتونه، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اوسېدو اسناد څېړي او ارزوي.
دې وزارت ویلي چې ډېر ژر به دا ارزونه په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن د دوشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا اقدامات په ملي کچې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د ناروغانو لپاره د اړینو روغتیايي پاملرنو د یقیني کولو په موخه ترسره کیږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت بهیر به ډېر ژر نورو ولایتونو ته هم پراخ شي او چارواکي به د سرغړوونکو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.
د افغانستان روغتیايي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د پرمختللو امکاناتو نشتوالی، د متخصص ډاکټرانو کمښت او د روغتیايي مرکزونو د نظارت په بهیر کې کمزورتیا د خدمتونو کیفیت په شدت سره کم کړی دی.
د طالبانو له خوا پر ښځو د پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو د دروازو تړل د افغانستان د روغتیايي نظام پر راتلونکي د سختو پایلو اندېښني زیږولي دي.
د دې بندیز له امله له یوې خوا د ښځینه ډاکټرانو د روزنې او زدهکړې لاره بنده شوې او له بلې خوا د ناروغو ښځو لپاره د مناسبو روغتیايي خدمتونو لاسرسی په شدت سره محدود شوی دی.