طالبانو ډاکټر فاروق اعظم نيولی؛ ولې ځينې خلک د هغه په نيول کېدو خوښ دي؟

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وږي ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورونه وايي چې طالبانو د دغې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم نيولی او نظامي محکمې ته يې سپارلی دی. ځينو خلکو د فاروق اعظم په نيول کېدو خوښي څرګنده کړې او دا يې د هغه د هغې کړنې سزا ياده کړې چې په خبره يې په جمهوریت کې يې د طالبانو د نظام لپاره لابي ګري کړې ده.
د فاروق اعظم نيول کېدل
یوې باوري سرچینې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، کابل ټیلیګراف ته تایید کړه چې د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر د طالبانو د حکومت د اوبو او بريښنا وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم نیولی او نظامي محکمې ته یې سپارلی. سرچینې ویلي چې نوموړی یې « د غیر مسولانه» څرګندونو له امله نیولی دی.
فاروق اعظم په خپل وروستي فیسبوکي پوست کې په طالبانو نیوکه کړې وه که د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې وای اوس به د کونړ د ټپیانو درملنه افغان ښځینه ډاکترانو کړی وی.
د خلکو غبرګونونه
پخوانی افغان چارواکی حلیم فدايي وايي، ډاکټر فاروق اعظم په ارګ کې د ولسمشر غني او ټولو مشرانو مخې ته خورا توندې خبرې وکړې، خو هغوی د هغه له نقده مننه وکړه او د لاسونو په پړکا یې هرکلی وشو خو نن چې هغه د چا لپاره لابي کوله، هغوی ولچک کړ، نه یې ورته سپین وېښتو ته وکتل او نه یې له دوی سره مرستې ته!
پر طالبانو نيوکه کوونکی لیکوال جلال امرخېل بیا په مسخرانه ډول د فاروق اعظم نيول ستايي او وايي، هغه خبر نه و چې اوس جمهوریت نه دی بلکې امارت دی.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ((موږ له امیرالمومنین حفظ الله ډیره مننه کوو چې د شفیع اعظم والد صاحب محترم ډاکټر فاروق اعظم یې د هغه د غیر شرعي ویناوو او امیرالمومین ته د کنایو د ویلو له امله نیولی دی. محترم فاروق اعظم لکه چې په دې نه پوهیږي چې دا جمهوریت نه، امارت دی او د شهیدانو په وینو د دوحې له قرارداده رامنځته شوی نظام دی او دلته د امیرالمومنین پرخلاف د خلکو پارول او د دې اسلامي نظام خلاف پوچ تبلیغات کول بدې پایلې لري.))
يو بل سیاسي شنونکي پاچا خان هم د فاروق اعظم په نيول کېدو خوښي څرګنده کړې ځکه په خبره يې د فاروق اعظم کورنۍ زده کړې په انګلستان کې کوي، ژوند په انګلستان کې کوي او تبلیغ د طالبانو لپاره کوي.
هغه زیاته کړې: ((د ټالیبانو د بل دوه مخي مبلغ فاروق اعظم په بندی کېدو د زړه له تله خوښ سوم. د فاروق اعظم کورنۍ او اولادونه په انګلیس ژوند او زدکړي کوي خو د افغانانو لپاره یې ټالبان ښه بلل. د ټالیبانو چاپلوسي پرېږدئ کنې د ملا هیبت الله په لاس انجام به مو همداسي تذلیل کېدل وي.))
ډاکټر فاروق اعظم څوک دی؟
ډاکټر غلام فاروق اعظم چې د اوبو د سرچينو پراختيا په برخه کې يې د امريکا او انګلستان له پوهنتونو څخه د دوکتورا تر کچې زده کړې، په دې برخه کې د کلونو کاري تجربه لري.
ډاکټر اعظم تر دې وړاندې په افغانستان کې د کډوالو چارو او ښوونې روزنې وزير هم پاتې شوی دی.
نوموړی د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر په توګه او همدا راز د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډلې غړي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
ښاغلی فاروق اعظم د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه لسانس اخيستی او تر هغې وروسته يې د لبنان په بېروت کې له امريکايي پوهنتون په ساينسي علومو کې ماسټري ترلاسه کړې.
همدا راز يې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچينو د رغونې په څانگه کې دوکتورا اخيستې او د مصر په الازهر پوهنتون کې يې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي.
ښاغلي اعظم د پښتو ژبې سربېره په عربي، انګليسي او دري ژبو هم روانې خبرې او ليکنې کوي او تر دې وړاندې يې د افغانستان سياسي وضعيت او خپل مسلک اړوند سلګونه عنوانه ليکنې کړي دي.