خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره پر غزه د اسرائیل یرغل نسل ‌وژنه وبلله

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره پر غزه د اسرائیلو یرغل د نسل‌وژنې په توګه نومولی دی.

د ملګرو ملتونو د پلټنې کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، اسرائیل په غزه کې نسل‌وژنه ترسره کوي او د نتن یاهو په ګډون لوړپوړو اسرائیلي چارواکو د دې نسل‌وژنې ملاتړ او هڅونه کړې ده.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، اسرائیلي ځواکونو پر کورونو، سرپناه‌ځایونو او خوندي سیمو بمباري کړې، چې په دې بمباریو کې له نیمایي زیاتې ښځې، ماشومان او بوډاګان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، کمېسیون د پلټنو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائیلي چارواکي او پوځ په غزې تړانګه کې فلسطینیان په بشپړه یا جزوي توګه له منځه وړلو په نیت نسل‌وژنه کوي.