
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، په نړۍ کې هر هغه څوک چې موبایل تلیفون لري، په لاس کې یې د اسرائیل یوه ټوټه ده.
په لویدیځ اشغالي بیت المقدس کې د امریکايي کانګرس له یوه پلاوي سره په کتنه کې نتانیاهو وویل، هر څوک چې د موبایل تیلفیون خاوند دی، په اصل کې د اسرائیل یوه ټوټه په لاس کې لري.
هغه د اسرائیلو د درملو، وسلو او ټیلفونونو د جوړولو وړتیا ستایلې.
د غزې په پوځي عملیاتو او په هېواد کې د وسلو د لیږد پر محدودیتونو د نړیوالو نیوکو په اړه نتانیاهو وویل: «ځینو هېوادونو د وسلو د پرزو لیږد بند کړی، خلک وايي اوس به د اسرائیل څه حال شي، خو ایا موږ دا وضعیت کنټرولولی شو؟ هو، موږ د دې وړتیا لرو، ځکه موږ د وسلو په جوړولو کې ښه یو.»
نتانیاهو د غونډې برخهوالو ته وویل: «ایا تاسو موبایل فونونه لرئ؟ که هو، نو تاسو د اسرائیل یوه ټوټه په لاس کې نیولې ده. ایا تاسو روميان خورئ؟ هغه له کومه راځي؟ هغه هم له اسرائیل څخه راځي.»
هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې د استخباراتو موضوع ده، چې موږ یې له امریکا سره شریکوو، ستاسو د استخباراتي معلوماتو لویه برخه له اسرائیل څخه راځي او زموږ د وسلو سیسټمونه هم له امریکا سره شریکېږي.»