
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د جرمني محکمې یو افغان کډوال ته د عمر قید سزا واوروله.
په جرمني کې مېشت دغه افغان مجرم په ۲۰۲۴ کال کې د مینهایم ښار کې د اسلام ضد یوې غونډې پر مهال د چاقو په برید کې یو پولیس افسر وواژه او پنځه نور کسان یې ټپیان کړل.
د جرمني محکمې دغه کس ته د قتل او د قتل د هڅې په تورونو سزا ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې جرمني ویلي، ګڼ نور مجرم افغانانان به خپل هېواد ته واستوي.