خبرونهنړۍ

د امریکا احتمالي یرغل په تر کې وسله والې مبارزې ته چمتو یو

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، د دوی هېواد د امریکا د احتمالي یرغل په وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره چمتو دی.

مادورو پر امریکا تور پورې کړی چې غواړي د ونزویلا د سرچینو قبضه وکړي.

هغه ویلي، د احتمالي امریکايي یرغل د مقابلې لپاره به د ۲.۵ میلیون کسانو په شمېر یوه ملېشه فعاله کړي.

مادورو زیاته کړې، د امریکا لخوا د نشه‌يي توکو نړیوال تجارت یوازې د خلکو د غولولو هڅه ده.