خبرونهنړۍ

هند کې د اورښتونو او ځمکو ښوېدنو له امله ۱۸ تنه وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان د اتراخانډ او هماچل پردېش ایالاتونو کې د سختو بارانونو او ځمکې خوځېدو له امله ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د را پورونو له مځې؛ په اتراخانډ کې د ځمکې خوځېدو له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۶ لا هم ورک دي.

په سیمه کې د سیلاب له امله څو دوکانونه، سړکونه او کورونه خراب شوي او ټرین خدمات هم زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې په هماچل پردېش کې یو کور د ځمکې خوځېدو له امله راغورځېدلی او په کې د کور درې غړي وژل شوي دي.