
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو پوځ په غزې ښار کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۰ فلسطینیان شهید کړي دي.
د بهرنیو رسنیو راپورونه وايي، څو اونۍ وړاندې د بمبارۍ وروسته، اسرائیلي ځواکونه غزه ته د ځمکنیو عملیاتو په موخه داخل شوي دي.
د جرمني او اروپايي اتحادیې لخوا د دې عملیاتو غندنه شوې.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس وویل چې دا ځمکنی برید به د غزې وضعیت نور هم خراب کړي او د اروپايي کمیسیون په غونډه کې به د اسرائیلو پر ضد ممکنه محدودیتونه اعلان شي.
کاناډاهم ویلي چې د غزې پر خلکو د اسرائیلو ځمکنی برید د انساني بحران شدت زیاتوي او اسرائیل باید نړیوال قوانین مراعات کړي.