
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نریندر مودي ته د هغه د زوکړې د ۷۵یمې کالیزې په مناسبت مبارکي ورکړې.
روان ۲۰۲۵م کال کې دا لومړی ځل دی، چې ټرمپ او مودي سره ټیلیفوني خبرې کوي.
ټرمپ د مودي د رهبرۍ ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا او هند به په راتلونکو ورځو کې د سوداګرۍ اړیکې نورې هم پراخې کړي.
مودي هم د ټرمپ له دې خبرو څخه مننه کړې او ویلي، چې هند د امریکا سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی.