افغانستانخبرونه

طالبانو په نیمروز کې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې ولایت په زرنج ښار کې د ۵۸۰ کیلوګرامو مخلوط رنګ او ۹۸۸ ګرامو هیروئین قاچاق مخنیوی کړی.

نوموړی زیاتوي، دغه راز یې د دې ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې هم ۱۸ کیلوګرامه تریاک او د ۱۵ ګرامه شیشې د قاچاق مخنیوی کړی.

په یاد ولایت کې د طالبانو د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند گل‌محمد قدرت ویلي، په دې قضیو کې څلور کسان نیول شوي او د هغوی دوسیه په څېړنه کې ده.