خبرونهنړۍ

لندن کې د ټرمپ پر ضد لاریونونه وشول

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ پر رسمي سفر بریتانیا ته تللی دی، چې  مهاله د هغه د تګ پر وړاندې د لندن په مرکز کې لاریونونه پیل شوي دي.

دغه لاریونوالو چې د فلسطین بیرغونه یې په لاس او د ټرمپ انځورونه یې لیږدول، له ډونالډ ټرمپ غوښتنه کوله، چې اسرائیلو ته د وسلو ورکړه ودروي او په غزه کې نسل وژنه پای ته ورسوي.

د دغه لاریونونو د زیاتېدو له ویرې د لندن په بېلا بېلو سیمو کې زیات پولیس ګمارل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن میلانیا ټرمپ د بریتانیا پرنس ویلیم او شهزادګۍ کیت هرین لیدو ته ونزر کاسل شاهي ماڼۍ ته په چورلکه کې تللي.

ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر نن  د بریتانیا له لومړي وزیر سټارمر سره هم وویني.