خبرونهعجایبنړۍ

د فرانسې له ملي موزیم څخه د ۶ سوه زره یورو په ارزښت سره زر غلا شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د فرانسې له ملي طبیعي تاریخي میوزیم څخه د ۶ سوه زره یورو په ارزښت سرو زرو غلا شوي دي. 

د یاد موزیم چارواکو ویلي، غلا شوي سره زر د ملي میراث حیثیت درلود، چې اصلي ارزښت یې د اندازه کولو وړ نه دی. 

د راپور له مخې، غلو د انګل ګراینډر او بلو ټارچ په مرسته ودانۍ ته ننوتلي او قیمتي نمونې یې غلا کړې دي. 

چارواکي وایي، د جولای په میاشت کې د شوي سايبري برید له امله د میوزیم امنیتي سیسټم غیر فعاله شوی و، او اټکل کیږي، چې غله د دې کمزورۍ څخه خبر وو.

پولیسو ویلي، چې د غلو د موندلو هڅې یې پیل کړي دي.