
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې د حکومتي قرضو کچه د ۳۵۰ میلیارده روپو په زیاتوالي سره ۷۸ زره ۲۳۸ میلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسیدلی دی.
د دغه بانک په وینا، د جولای تر پای پورې د حکومت کورني قرضه د ۵۱۷ میلیارده روپو په زیاتوالي سره ۵۴ زره ۹۸۸ میلیارده پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې ده.
د دې ترڅنګ، د حکومت بهرني قرضه په جولای کې د ۱۶۷ میلیارده روپو په کموالي سره ۲۳ زره ۲۵۰ اربه روپۍ ته راټیټه شوې ده.