افغانستاناقتصادخبرونه

د طالبانو مالي وزارت: سږ کال د صادراتو او ترانزیټ کچه لوړه شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ماليې وزارت وايي د سږ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د هیواد له ګمرکونو څخه د صادراتو او بهرني ټرانزيټ په کچه کې د تېرکال همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د تېر (۱۴۰۳هـ.ل) کال په ۵ میاشتو کې (۴۳ زره او ۱۱۵) محمولې صادرات شوي او د روان (۱۴۰۴هـ.ل) کال په لومړیو ۵ میاشتو کې بیا (۴۸ زره او ۹۲۸) محمولې دي، چې له مخې یې د پروسږکال په پرتله د صادراتو په کچه کې (۱۳،۵) سلنه زیاتوالی معلومېږي.

د طالبانو د یاد وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې په زیاته کچه صادرات پاکستان، هندوستان، قزاقستان، متحده عربي امارات، ازبکستان او ترکیې هیوادونو ته شوي دي.

دغه راز له هیواد څخه ترسره شوي ټرانزیټ بیا پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هیوادونو ته شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي هم د ځان بسیاینې په برخه کې د صادراتو پر زیاتېدو ټینګار کوي او وایي طالبان باید په کور دننه تولیدات زیات او د اړتیا وړ موادو تر پوره کېدو زیات یې بهرنیو بازارونو ته ورسوي.