
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یاد هېواد د دفاع وزارت له قوله ادعا کړې چې د ۲۴ساعتونو په جګړو کې د اوکراین له پوځ څخه له ۱۵۰۰ زیات سرتېري وژل شوي دي.
اوکراین دا خبره رد کړې او پوځي شنونکي دواړه لوري د تبلیغاتي جګړې په کارولو تورنوي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو مشر بیا ادعا کړې چې روسیې په یوه شپه او ورځ کې شاوخوا ۱۰۲۰ سرتېري، ۳۶۰ بېپیلوټه الوتکې او ۳۶ توپچي سیستمونه له لاسه ورکړي دي.
روسیې تر اوسه د دغو تلفاتو پخلی نه دی کړی.
بل لورته بیا د یوه بل خبر له مخې د روسیې د بلګورود په سرحدي سیمه کې د اوکراین یوې بېپیلوټې الوتکې پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د سیمې والي هم دا پېښه تایید کړې ده.










