
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هلمند په مارجۍ ولسوالۍ کې یوه مور او زوی یې چې ۱۱ ورځې وړاندې تښتول شوي وو، په مرموز ډول تر وژل کېدو وروسته یې مړي په یوه دښته کې خښ کړي موندل شوي.
سرچینې وایي، دغه مور او زوی له وژل کېدو وروسته د غواګانو په خونه کې خښ کړای شوي وو.
طالبانو هم پېښه تائید کړې او ویلي، چې دغه مور او زوی د خپلوانو لخوا تښتول شوي وو او موخه یې د هغوی دوه لوڼې دوی پاتې کېدل وو.
هلمند کې سیمه ییزو طالبانو ویلي، چې د قضیې عاملین یې نیولي دي او پخپل جرم یې اعتراف کړی دی.










